فطرت کړي ګل ته غږ چې د اغزو سره راځه
بلبل ته اشارت چې د نغمو سره راځه

اشنا راته مسکی شو له امیده نن خلاف
ای غرېوه د زغمناکو اسوېلو سره راځه

بېګا مې انتظاره ښکلی یار ولید پۀ خوب
لېمې مې شه درځار د شوګیرو سره راځه

حيران مۀ شه نن اوښکې چې بې واره تویوم
هم دا خو تا ویل چې د جرګو سره راځه

کاروان د سپرلي راغی جنس يې راوړو د جمال
ای شوقه د نظر د غلچکو سره راځه

رېباره راته ستايې کۀ بیا زلفې د اشنا
د خولې نه دې قربان د زولنو سره راځه

واپس پۀ ښکته لاړه بوږنېدلې اسوېلي
اوس وار دې شو ارمانه د سلګو سره راځه

اوس وخت شو د ګلانو ځه اى زهده بې رخصت
بیا تېر چې پسرلی شي د توبو سره راځه

ای یاره دا اشنا راته به ته ښکاري اشنا
ليکن د هغو تېرو زمانو سره راځه

پرېوتی پرې نظر د هغو شوخو سترګو دی
حمزه ته کۀ راخې د سپېلنو سره راځه

را غونډ به وي رحمان ته بلبلان د معانې
حمزه د خپل غزل د رنګینو سره راځه