دا مجذوب دے

د پېښور ټي وي سنټر څوکيدار غريب ته څۀ پته وه چې کوم خړ پړ،ساده خيرنې جامې اغوستې، څادر پۀ اوږه، مړغېچن سړے چې هغه دننه تلو ته نۀ پرېږدي دا د  مروتو خان، قابل اېډوکېټ، نوموړے شاعر، ليکوال او د "زيړ ګلونه" ، "لعل او کوتي لعل"، "د مينې تنده" ، او د "دارالاوهام" مصنف عبدالرحيم مجذوب دے او ټيلې وېژن والاوو انټرويو ته رابللے دے ۔

څوکيدار:- د چا مېلمه یې؟

مجذوب:- يارہ نوم يې رانه هېر دے خو تاسو خپله رابللے يم،

څوکيدار:- دعوت نامې کارډ درسره شته؟

مجذوب:- هغه مانه چرته کور کښې پرېوتے دے،خو تۀ چا شاعر اديب ته ووايه چې مجذوب راغلے دے،

د دوي دا شور چرته ايوب خليل واورېدو، چې وې کتل چې مجذوب صېب د ګېټ عملې راګېر کړے دے اواز ئې پرې وکړو چې را پرې يې ږدئ او مجذوب صاحب يې وي آئ پي کمرې ته راوستو،،

دا خو اوسنۍ خبره ده د ۱۹۵٦ زمانه وه زۀ د اسلاميه کالج طالبعلم وم ډاکټر اعظم او قلندر مومند دې جوړ کړې ادبي تنظيم زلمې ليکوال غونډې ته پۀ وړومبي ځل لاړم کومه چې پۀ هاسټل ون کښې کېدونکې وه د جرګې غړي راغونډ شوې وو خو يو تن پۀ کت کښې پروت وو او داسې کلکه بړستن ئې اغوستے وه تا به ويل چې واورې ورېږي، اجلاس شو تنقيدې غونډه وه کله چې د غزل مطلع واورولې شوه نو د بړستڼې سړي اواز وکړو چې قلندر صېب په دې وړومبۍ مصرعه کښې سکته ده، زما خيال وو چې دا څوک مريض دے چې پۀ دې سخا ګرمۍ کښې يې بړستڼ اغوستے دے خو قلندر صېب ووې چې دا مجذوب صېب دے چا ورته نن سحر د قصده ويلې دي چې موسم ډېر يخ دے او بهر ډېر ساړۀ دي نو بس دغه دے چې يې وينې وروستو يې بيا مخ بربنډ کړو ټولو سره يې بړه ګړه وکړه ،

ډېر کلونه مې مجذوپ نۀ وو لېدلے پۀ ۱۹۷۰ کښې زما تقرري ډېره اسماعيل خان پۀ يو هسپتال کښې وشوه په دغه وخت کښې مجذوپ داخل وو ورغلم مجذوب پۀ ځان دوه درې کمبلې اچولې دي او پروت دے، چې جېن کېدو نو ورته مې ووې چې کله کله چکر رالګوه، څو ورځې پس راته چا ووې چې مجذوب د ماښام پۀ تياره کښې هسپتال کښې ګرځي او ستاسو نه ځان پټ پټ کوي چې پته ولګېده نو پۀ يوه عيسائي نرسه مئين شوے وو پوهه شوم چې د ده هسپتال کښې داخلېدل چل وو۔

يوه ورځ زۀ او ډاکټر اکرم د وارډ برنډه کښې ناست وو هغې نرسې راته د مريضانو چارټونه ښودل څۀ ګورم چې مجذوب ورته پټ ولاړ دے سر راښکاره کوي او بيا پټېږي ما ملګري ته وويل چې ګوره ورته مه او چې څومره زيات وخت په چارټونو کتو اخستے شې واخله، اخر د مجذوب صبر تمام شو مونږ خواله راغے، په نرسه باندې رپندے شو چې ډاکټران خبر نۀ شي نو مخکښې د دې چې مجذوب څۀ ويلې وے نرسه پرې مخکښې شوه ورته يې وې" آپ کونسے بستر پر هیں؟ مجذوب ورته وېل "ميں بستر سے اٹها هوا مريض هوں، مونږ خپله خندا ټينګه نۀ کړے شوه او مجذوب ته غاړه وتو۔  څو ورځې پس مجذوب پۀ "مس پروين" نظم پۀ قند مردان کښې شائع کړے وو۔

 کله چې ورته ما د مس پروين د مرګ ووې کومه چې د سړک پۀ يوه حادثه کښې همېشه دپاره اوده شوې وه نو د يو ساعت پس خاموشۍ نه يې وويل چې دا دروغ دي مس پروين نۀ شي مړه کېدے او واقعي چې مجذوب صېب مس پروين ته پۀ خپل شاهکار نظم کښې کوم ژوند بخښلے دے هغه به تل تر تله ژوندۍ وي.

ليک:- ډاکټر اسرار

ماخوذ:- د تکل پۀ تکل کښې